د قطر د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند، په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام او د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، المسند ویلي، چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر له لارې، د دغه هېواد ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته په درناوي وټاکل شي. نوموړې زیاته کړې، چې قطر په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د بشري مرستو او پراختیايي پروژو د ملاتړ لپاره نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کړې یا یې د مرستې ژمنه کړې ده. د قطر دې چارواکې همداراز د افغانستان د خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه کړې ده.































