د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ما جاوشو د اکتوبر له ۳۰مې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې، د امریکا په اتلانتا ښار کې د شلو هېوادونو ډلې (G20) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې کې ګډون وکړ.
ښاغلي ما جاوشو وویل، چې اوسنی نړیوال وضعیت د ژور بدلون په حال کې دی، جیوپولیټیکي وضعیت مخ په سختېدو دی او د پراختیا اجنډا نیمګړتیا شوې ده. د چین دولت رئیس شي جین پینګ د ګردې نړۍ د امنیت نوښت وړاندې کړی، چې نړۍ دې ګډ، جامع، همکارییز او دوامداره امنیتي لیدلوري ته وده ورکوي، او د خبرو اترو پر بنسټ نه د مخالفت، د ملګرتیا پر بنسټ نه د اتحاد، او د ګډې ګټې پر بنسټ نه د زيرو-سم نوې ډول امنیتي لارې دې غوره کړي، دغه نوښت د نړیوالو او سیمه ایزو شخړو د حل لپاره مهم رول لوبولی دی.
په داسې حال کې چې نړیوال وضعیت د ترینګلتیا او ګډوډیو سره مخ دی، د شلو هېوادونو ډله باید خپل مسؤلیت پوره کړي، د نړۍ د سولې او ثبات ساتلو لپاره دې ثابت ځواک وګرځي، د شخړو د اصلي لاملونو د حل لپاره دې هڅې وکړي او د نړۍ امنیتي حکومتولی دې نور پیاوړی کړي.
د شلو هېوادونو ډلې د سږني رئیسه هېواد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې غونډې مشري وکړه، او ګډونوالو د جیوپولیټیکي کړکیچن وضعیت، انرژۍ، عرضې ځنځیرونو او نورو موضوعاتو په اړه ژور بحثونه کړي دي.































