یکشنبه, اکتوبر 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د کابل پر کوڅو او سړکونو د غلو واکمني

جنوري 7, 2020
in دریځ
0 0

په دې ورځو کې په کابل کې هر سړی له غلاوو او شوکو شکایت کوي. هره ورځ له دوستانو او خپلوانو څخه اورو چې غلو وهلي، موبایل، پیسې، موټر او نور توکي یې ترې وړي دي. تازه په کابل کې د غلو له خوا د څو کسانو د وژنې خبرونه هم خپاره شوي دي. پولیس د تل په څېر د پېښو د مخنیوي ژمنې کوي، خو غلاوې همداسې زیاتېږي.

په کابل کې غلاوې او شوکې بیخي عامې شوې دي. پر عمومي سړک، په موټر کې، په عمومي او فرعي کوڅو کې، د جومات په دروازه او هر ځای کې خلک له غلو سره مخ کېږي، لوټل کېږي، وهل کېږي او آن وژل کېږي. خبره یوازې د کوڅو او پس کوڅو نه ده، د پولیسو د پوستو او حوزو په څنګ کې غلاوې کېږي او خلک لوټل کېږي. پخوا به خلکو د شپې له خوا ځان ساته، ځکه چې غلاوې به ډېرې ناوخته او یا هم د شپې له خوا کېدلې، خو اوس د ورځې په هر وخت کې، سهار، غرمه او مازیګر غلاوې کېږي. اوس خلک له وېرې یا موبایلونه او پیسې نه ګرځوي او یا هم په سختۍ له کورونو وځي، آن داسې هم شوي چې که له چا سره ټلیفون یا پیسې نه وي، نو غلو له دې امله وهلي ډبولي چې ولې پیسې او موبایلونه نه ګرځوي. په کابل کې، د کابل پر کوڅو او سړکونو اوس په واقعي مانا د غلو واکمني ده، داسې لکه حکومت چې د دوی واکمني په رسمیت پېژندلې وي او سړکونه او کوڅې یې همدوی ته ور پرې اېښي وي. اوس په کابل کې داسې حالت دی، لکه پولیس چې یوازې د دولتي ودانیو د ساتنې مسوول وي او له دولتي ودانیو د باندې ساحه یې یو مخ غلو ته پرې اېښې وي.

خلک پولیس پړه بولي، په ځینو پېښو او ځایونو کې پولیس له غلو سره پر همکارۍ تورنېږي. داسې ډېرې پېښې شوې دي چې خلکو غله نیولې، پولیسو ته یې سپارلي، خو وروسته پولیسو نیول شوي غله بېرته خوشي کړي دي. له همدې امله خلک ځیني پولیس چارواکي په پېښو کې شریک ګڼي. که د شراکت په اړه ډېر اسناد او شواهد نه وي، خو پولیس له بده مرغه د دغو پېښو پر وړاندې بې تفاوته دي. د مخنیوي لپاره یې نه کوم پلان او پروګرام لري او نه هم اراده. له همدې امله غلاوې او شوکې ورځ تر بلې زیاتېږي.

اوس د کورنیو چارو وزارت وايي، ژر به پراخ اصلاحات راولي او حالت به بدل شي. دوی بیا د یوې نوې تګلارې خبرې کوي چې په خبره یې بشپړه شوې او عملي به شي، خو خلک ډېر ډاډه نه دي چې حالت به ښه شي. تر هغو چې په پولیسو کې ژور بدلونه را نه وړل شي، تر هغو چې د کابل د حوزو چارواکي د قوانینو پر اساس ونه ټاکل شي او تر هغو چې دوی خلکو ته ځواب ویونکي نه وي، همدا غلاوې او شوکې به دوام کوي او ورځ تر بلې به زیاتېږي. خلک د حکومت له خوا نور د تشو ژمنو پر ځای قوي اراده او عملي ګامونه غواړي، څو د غلو دا واکمني ختمه شي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In