جمعه, اکتوبر 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

    د افسوټر امارتي شرکت اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

    یو اېن اېچ سي ار: بامیانو کې ۴۰ ښځې د کاري مهارتونو زده‌کړه کوي

    کډوال؛ تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۱۲۰ کورنۍ راستنې شوې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

د ګوانتنامو له زندانه خوشي شوي طالبان د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلي دي

اکتوبر 31, 2018
in افغانستان
0 0

د ګوانتنامو له زندانه خوشي شوي پنځه طالب چارواکي د سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلي دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له قوله ويلي چې د امريکايي پوځي بوبرېګډال په بدل کې له ګوانتنامو زندانه خوشي شوي پنځه طالب بنديان د سولې د خبرو اترو لپاره قطر ته رسېدلي دي.

سرچينې وايي چې محمد فضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا خیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري هغه طالبان دي چې تازه د دې ډلې د قطر له دفتر سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو دغه پنځه مهم غړي په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې له طالبانو سره د اسیر شوي امریکايي سرتېري بوبرېګډال په بدل کې خوشي شوي وو.

طالبان په داسې حال کې د سولې د خبرو د پر مخ بېولو لپاره د قطر دفتر ته د پنځو تنو نورو د لېږلو خبره کوي چې د افغان سولې په پروسه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې په قطر کې د یادې ډلې له یو شمېر غړو سره وکتل.

خلیلزاد د طالبانو پر استازو سربېره، د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستان له چارواکو سره هم کتلي دي.

له پاکستاني چارواکو سره د خلیلزاد د لیدنو کتنو په ترڅ کې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی عبدالغني برادر چې کلونه یې د پاکستان په زندان کې تېر کړي وو، څو ورځې مخکې خوشي شو.

د سولې عالي شورا د دې ټولو هڅو ملاتړ کوي، خو وياند يې له ازادي راډيو سره په مرکه کې د قطر دفتر ته د نويو طالب چارواکو د رسېدو په غبرګون کې په احتياط سره خوله خلاصه کړې ده.

د سولې د عالي شورا وياند سيداحسان طاهري وایي:  «بې له شکه چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او د نړۍ او سیمې هېوادونه په دې برخه کې تخنیکي همکاري کوي، هر اقدام چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د زمینې برابرولو په برخه کې اخیستل کېږي، مونږ ورنه ملاتړ کوو او د افغانستان په خیر یې ګڼو.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی داوود کلکاني وايي چې له خبرو مخکې د طالبانو یو شمېر شرطونه منل شوي او تازه د قطر دفتر ته د طالبانو د پنځو تنو نورو غړو رسېدو، د سولې د خبرو پيلېدو ته هیلې ډېرې کړې دي.

کلکاني وايي: «طالبانو چې کوم شرطونه د سولې د خبرو لپاره وړاندې کول، لیدل کېږي چې د امکان تر بریده منل شوي، هغوی له امریکا سره خبرې کوي، هغه فشارونه چې پر پاکستان راغلي، د دې لامل ګرځېدلي چې طالبان خبرو ته چمتو شي او هیلې شته چې یوې حللارې ته غاړه کېږدي.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې په مسکو کې هم د افغانستان د سولې په تړاو غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې لپاره تر بل هر وخت هڅې چټکې شوې او له روسي چارواکو سره د مسکو د غونډې په تړاو خبرې روانې دي.

روسي چارواکو مخکې تر دې ویلي وو چې د مسکو ناستې ته افغانستان، امریکا، طالبان او د سیمې یو شمېر مهم هېوادونه هم وربلل شوي دي.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

اکتوبر 29, 2026

د افسوټر امارتي شرکت اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

اکتوبر 29, 2026

یو اېن اېچ سي ار: بامیانو کې ۴۰ ښځې د کاري مهارتونو زده‌کړه کوي

اکتوبر 29, 2026

کډوال؛ تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۱۲۰ کورنۍ راستنې شوې

اکتوبر 29, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In