د چين د وارداتو نهم نړيوال نندارتون به د نومبر له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په درېيمه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او ځينو نورو فعالیتونو کې به د ګابون ولسمشر برېس اوليګي نګوېما، د اترېش صدراعظم سټوکل، د ليبیا د ولسمشر مرستيال ګانګيل، د کيوبا د صدراعظم او د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې وزير پيريز اوليوا، د سلواکيا د صدراعظم مرستياله او د اقتصادي چارو وزيره ساکوا او د ګرجستان د صدارعظم مرستيال او د اقتصاد او دواملرونکي پرمختګ وزير کاويريکا شويلی په شمول د ځينو هېوادونو مشران ګډون ولري.































