د ۲۰۲۶ کال د شانګهای همکارۍ سازمان د ډیجیټلي اقتصاد فورم د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د چین د شينجيانګ په مرکز ارومچي کې ترسره شو. د چین د معلوماتو د ملي ادارې مشر لیو لیه هونګ د فورم په پرانیستونکو مراسمو کې وویل چې چین په تېر کال کې له بېلا بېلو خواوو سره یو ځای د چین او د شانګهای همکارۍ سازمان د ډیجیټلي اقتصاد د همکاریز ډګر جوړولو ته وده ورکړې او د همکارۍ میکانیزم په پر له پسې توګه ژور شوی دی. د عملي همکارۍ لاسته راوړنو لړۍ د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې دي.
لیو لیه هونګ وړاندیز وکړ چې په پر له پسې توګه د معلوماتو حکومتولي، د ډیجیټلي بنسټیزو تاسیساتو ابادۍ، د پروژو پلي کولو او د ډیجیټل استعداد روزنې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، څو د ډیجیټلي اقتصاد همکارۍ یوه لاره جوړه کړي کوم چې د شانګهای همکارۍ سازمان له واقعیتونو سره سمون لري.































