د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون د سپټمبر په ۹مه نېټه د پلازمېنې بېجينګ په شوګانګ پارک کې پرانيستل شوی. ددې نندارتون په څنډه کې يو لړ اړوند فورمونه او د مخکتنې فعاليتونه هم په همدې ورځ تر سره شوي.
د خدماتي سوداګرۍ نړیواله سرمشریزه هم په همدې ورځ ترسره شوې ده. ددې تر څنګ، د ۲۰۲۶م کال د الکترونیکي سوداګرۍ کنفرانس، د ډیجیټل سوداګرۍ د پرمختګ رجحان او مخکښ فورم په ګډون درې نور فورمونه هم ترسره شوي دي.
دغه نندارتون د “نړیوالو خدماتو او مشترکې سوکالۍ “تر عنوان لاندې ترسره کیږي. ددې نندارتون په ترڅ کې به د نوې تېکنالوژۍ ګڼ شمېر لاسته راوړنې هم د لومړي ځل لپاره خپرې شي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې ۹۰ هېوادونه، سيمې يا نړيوال سازمانونه په دې نندارتون کې برخه لري.































