د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندیکتوف ویلي، افغانستان ته د امریکا د پوځي تاسیساتو بېرته ستنېدل د سیمې هېوادونو ته مستقیم ګواښ پېښوي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، مسکو له کابل سره په امنیتي خبرو کې په افغانستان کې د سیمې له بهره د هېوادونو د پوځي حضور د مخنیوي موضوع هم څېړي. وندیکتوف زیاته کړې، چې د روسیې ترڅنګ د سیمې نږدې ټول هېوادونه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره تعامل لري. د نوموړي په وینا، د شانګهای همکاریو سازمان هم د خپلې پخوانۍ تماس ډلې له لارې له افغانستان سره د همکاریو د بیا پیل موضوع څېړي. نوموړي همداراز ویلي، چې تر دې وړاندې د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره دوه اړخیزه کاري ډله هم جوړه شوې وه.































