شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

زیاتېدونکې ټاکنیزه لانجه او حللاره

نوومبر 27, 2019
in دریځ
0 0

ټاکنیزه لانجه ورځ تر بلې پېچلې کېږي. کمېسیون او ټاکنیز ټیمونه د دې پر ځای چې د ستونزو د حل پر لور ګامونه واخلي، فاصلې زیاتوي او ستونزه پراخېږي. اوس تازه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ګواښ کړی چې که ټاکنو کمېسیون تر راتلونکې شنبې د دوی له خوا پېژندل شوې مشکوکې رایې باطلې نه کړې، دوی به اعتراضونو ته نوی رنګ ورکړي. دې ډلې د ټاکنو کمېسیون د قانون او طرزالعملونو په نقض او د دولت ساز ټیم پر ملاتړ تورن کړی دی. کمېسیون بیا همغه پخوانی دریځ لري او پر خپله خبره ولاړ دی. دولت ساز ټیم بیا له ګواښه ډکه ژبه کاروي او د حکومتي زور د کارولو خبره کوي. پرون په همدې تړاو محمد اشرف غني یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان په اوسني حالت کې هېڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نشي پېښولی. هغه دغه راز وویل ځینې کسان باید پوه شي چې افغانستان اوس هغه هېواد نه دی چې خلک دې ګواښونه وکړي او نور خلک دې په دې توګه معاملې ته اړ باسي. نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونو د قانون حاکمیت ساتلی او ساتي به یې.

داسې ښکاري چې ټاکنیزه لانجه زور اخلي. د دولت ساز ټیم مرستیال امرالله صالح بیا پرله پسې په ټولنیزو رسنیو کې وايي چې د ثبات او همپالنې ټیم تاوتریخوالي ته تیاری نیسي. له دې وړاندې دفاع وزیر په همدې تړاو یو ډول ګواښ کړی و او د امنیتي ځواکونو د ګام پورته کولو خبره یې کړې وه. دا ورځې داسې دي لکه د ۲۰۱۴ ز کال د ټاکنو چې ترې د بحران او لانجو بوی راځي. که د کمېسیون له خوا کوم متفاوت ګام وانه خیستل شي، نو داسې ښکاري چې ستونزه به پراخه شي، یو ځل بیا په لاریونونه وي، لارې او سړکونه به بند وي او د ټاکنو پایلو به افغانستان یو ژور بحران ته بیولی وي. له بده مرغه د کمېسیون کمزوري مدیریت، ناخپلواک عمل او د قانون خلاف کړنو دې ته لاره هواره کړه چې اوس پرې پراخې نیوکې وشي او دوی دغو نیوکو ته ځواب هم ونه لري. له همدې امله ټاکنیز ټیمونه هغه پایله نه مني چې کمېسیون یې اعلانوي.

اوس هم وخت شته چې کمېسیون ستونزه حل کړي. لومړی خو تر هر څه وړاندې یو پراخ وضاحت ته اړتیا شته. پر کمېسیون جدي او مستند تورونه شته چې پکار ده کمېسیون په دې تړاو ملت ته وضاحت ورکړي. کمېسیون باید ثابته کړي چې کړنې یې د اساسي قانون، د ټاکنو د قانون او دغه راز د هغو طرزالعملونو پر اساس دي چې دوی خپله تصویب کړې دي. که کمېسیون خلکو ته وضاحت او قناعت ورکړي، ټاکنیز ټیمونه به هم د فشار احساس وکړي او د ګټونکي په څنګ کې به ودرېږي. اوس چې کمېسیون خپله قانون نقض کوي او په دې تړاو وضاحت هم نه شي ورکولی، نو د بحران لامل دی او پړه یې هم د دوی پر غاړه ده. که کمېسیون تېروتنې او د قانون خلاف کړنې کړې وي، اوس دې یې هم اصلاح کړي، خلک به یې ملاتړ وکړي او د دغه بحران مخه به ونیول شي.

Share19Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In