رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې سعودي عربستان د اسرائیل هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې د فلایدوبای یوې الوتنې له بېړنۍ ناستې وروسته په دغه هېواد کې پاتې اسرائیلي مسافر د پوځي الوتکو له لارې بېرته ولېږدوي. د دوبۍ او تلابیب پر لوري د فلایدوبای الوتنې مرستیال پیلوټ د الوتنې پر مهال خپل پیلوټ په چاقو وهلی او د الوتکې د نسکورولو هڅه یې کړې، خو مسافرو هغه مهار کړی او نورو پیلوټانو الوتکه په سعودي عربستان کې په خوندي ډول ښکته کړې ده. د فلایدوبای شرکت ویلي، مسافر به د دغه شرکت په بله الوتکه کې خپل سفر ته دوام ورکړي. بلخوا، د اسرائیل هوايي ځواک د «سوپر هرکولس» الوتکو له لارې د مسافرو د بېرته لېږد لپاره چمتووالی نیولی و، خو سعودي عربستان یې غوښتنه رد کړې ده.































