د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۳۰مې نېټې په ماسپښين د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د المان له ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر سره خبرې اترې وکړې چې د رسمي سفر لپاره چين ته راغلی دی.
شي جين پينګ په خبرو کې ويلي، چې د چين او المان د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې، دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په لوړه کچه خوندي ساتلې دي. اوسمهال نړۍ له ژورو بدلونونو سره مخ ده او د بې ثباتۍ او ګډوډۍ نښې پکې ډېرې څرګندې شوې دي. چين او المان د نړۍ د دوهم او دريېم لوی اقتصاد په توګه د چين او اروپا تر منځ د اړيکو د پراختيا او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ په اړه ستر مسؤليت پر غاړه لري. دواړه هېوادونه دې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي، نړۍ ته دې د پرانيستي او همکارۍ پيغام ولېږي. چين غواړي له المان سره يو ځای د دواړو هېوادونو د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې نوې پاڼه پرانيزي او د عادلانه او برابر نړيوال حکومتولۍ سيسټم د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.
ولسمشر شټاینمایر ويلي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې مې ۸ ځله چين ته سفر کړی او د چين چټک پرمختګ مې ليدلی. المان په کلکه د يو چين پېژندې پر تګلارې ټينګار کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو راتلونکي ته پوره باور لري. المان غواړي له چين سره د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتنې مسؤليت پر غاړه واخلي، د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول وساتي، د ازادې سوداګرۍ او د نړيوال سوداګريز سازمان له مقرراتو ملاتړ وکړي او د سوداګرۍ له پروټیکشن او سوداګريزو جګړو مخالفت وکړي.































