د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د اکتوبر د ۳۰مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې د المان د ولسمشر مېرمنې الېکه بودنبندېر ته د چای مېلمستيا کړې ده. مېرمن بودنبندېر چين ته د خپل خاوند سره په رسمي سفر راغلې ده.
پنګ لي يوان په ۲۰۱۷م کال کې له شي جين پينګ سره المان ته خپل سفر يادونه وکړه او د ښځو او ماشومانو د حقونو او ګټو د ساتنې په برخه کې يې د مېرمن بودنبندېر د اوږد مهاله پاملرنې ستاينه وکړه. دواړو مېرمنو د چين او المان تر منځ د خلکو تګ راتګ او کلتوري تبادلې په اړه يو لنډ فلم په ګډه هم کتلی دی.
مېرمنې پنګ لي يوان ويلي، چې د چين او المان ترمنځ د پوهنې او کلتور په اړه همکارۍ پراخه او فعاله دي. نوموړې هيله ښودلې ده چې د دواړو هېوادونو خلکو تر منځ تګ راتګ زيات شي، يو له بل سره متقابل پوهاوی ژور شي او د دواړو هېوادونو خلکو تر منځ به نږدې اړيکې وګرځي.
مېرمنې بودنبندېر له پنګ لي يوان څخه مننه وکړه چې د دوی توده مېلمه پالنه یې وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې او همکارۍ په اړه د پنګ لي يوان د هڅو او کارونو لوړه ستاينه یې وکړه.































