د روسیې د ولسمشر مرستيال اوشاکوف د اکتوبر په ۳۰مه نېټه وويل چې روسیه پلان لري چې د امريکا په منځګړيتوب د عربي متحده اماراتو په ابوظبي کې له اوکراين سره درې اړخيزې خبرې اترې وکړي او دغه خبرې اترې به د اوکراين مسئلې حلولو لپاره پرېکنده اهميت ولري.
اوشاکوف د روسیې د ملي ټلويزيون او راډيو له ویاند سره په مرکه کې وويل، د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين مخکې د امريکا د ولسمشر له ځانګړي استازي ويتکوف سره د کتنې په ترڅ کې تائيد کړې چې روسیه د درې اړخيزو خبرو اترو بيا پيل ته چمتو ده.
نوموړي زياته کړه چې د امريکا ولسمشر ټرمپ په کلکه توګه پر اوکرايني پوځ غږ کړی چې د روسیې د تيلو پروسيس کېدو پر فابريکو باندې بريدونه ودروي، خو اوکراين رد کړې ده. هغه وويل چې بېلا بېلې خواوې هیله لري چې د شخړې پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي او روسیه د خبرو اترو د بيا پيل په اړه د امريکا له رويې څخه ملاتړ کوي.































