د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۲۴مې نېټې په سهار په سپينې ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ليدلي دي.
شي جين پينګ له امريکايي سیال سره په لیدنه کې په اشارې ويلي، چې د چين او امريکا مشرانو له شپږو مياشتو نه په کم وخت کې يو د بل هېواد ته سفرونه کړي او دا د دواړو هېوادونو په تاريخ کې ساری نه لري.
نوموړي ويلي، چې هغه تل له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر بېلا بېلو لارو چارو پر ډيالوګ ټينګار کوي او په ګډه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوري ټاکي او په خبره یې، هغه او ولسمشر ټرمپ د روان کال په مې کې د چين او امريکا ترمنځ د رغنده ستراتيژيکو ثابتو اړيکو د ټينګښت هوکړه کړې ده. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو نوی تعریف د رغنده ستراتېژيک ثبات په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو واقعيت منعکسوي او همدارنګه د راتلونکو هيلو ښکارندويي یې کوي او هم دغه تعریف یې د اړيکو پر سمې پرمختيايي لارې يو مهم ګام دی. دواړه خواوې دې دغه لرلید پر واقعي عمل بدل کړي، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو لپاره دې لا ثابته، سالمه او دواملرونکې اینده جوړه کړي او د دوو لويو هېوادونو په توګه دې يو له بل سره د ښه سلوک لار وغځوي. چين او امريکا له مؤثرو همکاريو څخه ګډې ګټې ترلاسه کولای او په سالمې سيالۍ يو د بل هڅونه کولای شي، د ګډو نظريو په زياتېدو سره توپيرونه لرې کولای او د متقابل باور په ټينګېدو سره سوله پياوړې کولای شي. د چين او امريکا ترمنځ رغنده ستراتيژيکې ثابتې اړيکې به د دواړو هېوادونو د خلکو او حتی د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ګټو د زياتوالي سبب وګرځي.
نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د دواړو خواوو اقتصادي او سوداګريزو پلاويو د خبرو اترو په نوي پړاو کې نوي ګډ ترتيبات نيولي، چې دا د دواړو هېوادونو د صنعتي چارو، ولسونو او حتی د نړيوال اقتصاد لپاره ښه خبر دی. همکاري د ګډ پرمختګ لار غځوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د اړيکو ثابتوالی د همکاريو د لېست اوږدېدو او د مسئلو د لېست کمېدو ته اړتيا لري او په خبره يې، که مونږ د مساوات، درناوي او ګډو ګټو پر روحيې ټينګار وکړو، د مسئلو د هوارولو لار موندلی شو. هيله ده، چې دواړه خواوې يو د بل په لوري ګامونه پورته کړي، د ګډو ګټو پر موندلو ټينګار وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د اړيکو د دواملرونکي او ثابت پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
نوموړي زياته کړې، چين او امريکا د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې لوی لاس لري. که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ سيالۍ روانې دي، خو دوه اړخيزې همکارۍ یې ښه راتلونکی هم لري. نو دواړه خواوې بايد خپل غوره والی پياوړی او يو له بل سره مقابله ونه کړي. دواړې خواوې بايد په مداومه توګه د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې ډيالوګ او په همدې برخه کې د ګواښونو او ګټو په اړه د نظريو تبادله وکړي او له مصنوعي ځيرکتيا څخه د ناوړه استفادې مخه ونیسي. دواړې خواوې باید د بشر لخوا د مصنوعي ځيرکتيا کنټرول پياوړی کړي او بايد بشر ته د لومړيتوب د ورکونې او د نېکۍ د غوره کولو پر مفکورې ټينګار وکړي، څو مصنوعي ځيرکتيا د بشر د پرمختګ لپاره ښه خدمت وکړي.
نوموړي په تکرار ويلي، چې د چين د يووالي او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو په برخه کې یې د بېجينګ دريځ ښکاره دی. هيله ده، چې امريکا له چين څخه د تايوان د بېلتون غوښتنې سره د مخالفت پر سم دريځ ټينګار وکړي او په ډېر احتياط د تايوان مسئله هواره کړي، څو د چين او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو او دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره کلک بنسټ کېښودلی شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغې ليدنې کې امريکا ته د رئيس شي جين پينګ روان رسمي سفر ستره چاره بللې او ويلي يې دي، چې امريکا او چين دوه لوی هېوادونه دي او د ده او رئيس شي جين پينګ ترمنځ ښه دوستي او ژور ډيالوګ ټينګ شوی دی.
نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به د دوی تر مشرۍ لاندې لا نژدې شي او په خبره یې، د دواړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د پلاويو ترمنځ د خبرو اترو په نوي پړاو کې نوې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي. دواړې خواوې بايد پر ډيالوګ ټينګار وکړي، څو لا ښه تړون لاسليک شي. مصنوعي ځيرکتيا د بشر په راتلونکي پورې نژدې تړاو لري، نو امريکا او چين دې په همدې برخه کې پر ډيالوګ ټينګار وکړي او همکارۍ دې پياوړې کړي.
دواړو مشرانو په دغې ليدنې کې د منځنۍ ختيځ د اوضاع، د اوکراين د بحران او د کوريا ټاپووزمۍ د حالاتو په شمول د مهمو او لويو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.
دواړو سیالانو هوکړه کړې، چې په ۲۰۲۶م کال کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد او همکارۍ د سازمان د مشرانو د غير رسمي غونډې او د شلو لويو هېوادونو ډلې د سرمشريزې د برياليتوب لپاره به يو د بل ملاتړ وکړي.































