د نړيوال پرمختګ د وړانديز د پنځمې کلیزې لوړپوړی ډيالوګ د سپتمبر په ۲۵ مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شو او د چين دولت رئیس شي جين پينګ ورته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ وويل: “پرمختګ د بشري ټولنې لپاره یوه تلپاتې موضوع او د خلکو د هوساینې د رامنځته کېدو کیلي ده. پنځه کاله وړاندې، ما د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د “نړیوال پرمختګ وړانديز” مطرح کړ، چې موخه یې د نړیوالې پرمختيايي همکارۍ پیاوړی کول، د نړیوال پرمختګ بيا تقويه کول او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا په پلي کولو کې مرسته کول دي.
شي جين پيګ وویل، له تېرو پنځو کلونو راهیسې، د بېلابېلو خواوو د ګډو هڅو په نتيجه کې د نړيوال پرمختګ وړانديز پراخ عملي شوی او همکاریزې پروژې يې په څه باندې ۱۲۰ هېوادونو کې پیل او پلې شوې او ښې پايلې يې رامنځته کړې دي، چې د ګډ پرمختګ او ګټې – ګټې همکارۍ نوی څپرکی يې پرانیستی دی.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې په نننۍ نړۍ کې داسې لوی بدلونونه په چټکۍ رامنځته کېږی، چې په تېره یوه پېړۍ کې يې ساری نه درلود او په ټوله نړۍ کې خلک له پرمختګ څخه خورا قوي هیله لري. چین د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد او د نړيوال سراسري جنوب د غړي په توګه چمتو دی، چې له ټولو لوریو سره ګډه کار وکړي، خلک محوره پرمختيايي فلسفه وساتي، د نړیوال پرمختګ د وړانديز د ژورو او اغېزمنو عملي کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي، څو دواملرونکی پرمختګ له ښکلي لرلید څخه پر واقعيت بدل کړي او د بشریت د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره لا لوی خدمتونه وکړي.






























