د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۶مه نېټه هونان پوهنتون ته د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام لېږلی او د دې پوهنتون ټولو پوهنځيو، کارکوونکو، زده کړندويانو او فارغانو ته يې مبارکي ويلې ده.
رئيس شي په پيغام کې هيله ښودلې، چې هونان پوهنتون د چيني شکله سوسياليزم افکارو سره سم خپل کارونه ترسره کړي، ځلانده انقلابي دودونه وساتي، خپل تعليمي کيفيت او معيارونه ښه او لوړ کړي، د استعدادونو د روزلو لپاره هڅې وکړي او د يو پياوړي ملت په جوړولو او د چيني شکله عصري کېدو په چټکتيا کې برخه واخلي.
هونان پوهنتون په ۱۹۲۶م کال کې تاسيس شو او په تېرو ۱۰۰ کلونو کې يې ګڼ شمېر مستعد کسان روزلي دي.































