په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د امنیت شورا د منځني ختیځ مسئلې مباحثوي غونډې ته په وينا کې په سیمه کې د روان ترینګلي وضعیت د ارامولو غوښتنه وکړه.
فو څونګ ویلي، د منځني ختیځ وضعيت د ژور بدلون په حال کې دی، تودې مسئلې یې زیاتې شوي او د منفي اغېزو په پراخېدو سره يې خوندیتوب او پرمختګ زیانمن شوي دي.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او ښه ګاونډیتوب ته یې وهڅوي، څو په سیمه کې نوی امنیتي جوړښت رامنځته شي او ټول خوندي راتلونکی ولري.
فو څونګ په خپلو خبرو کې د امريکا او ايران جګړې ته هم اشاره کړې او له دواړو هېوادونو يې غوښتي، چې د خبرو مېز ته وګرځي او د منلو وړ هراړخیز تړون لاسلیک کړي.
نوموړي زياته کړې، د بېړیو د تګ راتګ نړیوالې لارې باید پرانېستل شي او د نړیوالو اکمالاتي او تولیدي ځنځیرونو ثبات باید وساتل شي.































