د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د استونيا د ولسمشرې په توګه د جولس ماديسې د دندې پيلېدو په مناسبت هغې ته د مبارکۍ پیغام ولېږه.
شي جين پینګ په خپل پیغام کې ویلي چې چین او استونيا عنعنوي دوستي لري. په وروستيو کلونو کې دوه اړخیزو اړيکو ثابت پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ او تبادلې په پر له پسې توګه لا پیاوړې شوې چې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره يې ګټې درلودلې دي. زه له استونيا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشرې ماديس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۳۵مې کاليزې څخه په استفادې په سياسي چارو کې د متقابل باور د لا ټينګښت او د ګډو کټو پربنسټ د خپلمنځي همکاريو د پراخوالي او د کلتوري تبادلې د زياتوالي لپاره ګډې هڅې وکړم څو چې د دوه اړخيزو اړيکو د زمانې له غوښتنو سره سمې نوې معناوې او محتوا ور زیاته شي.































