د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې د ولسمشر له مرستیال او د سمندري چارو د کمېټې له مشر پاتروشيف سره وکتل.
وانګ يي ولسمشر پوتين ته د چین د دولت رئيس شي جين پینګ صميمانه سلامونه وړاندې کړي او ويلي يې دي چې رئیس شي جين پینګ له ولسمشر پوتين سره نژدې اړیکې ساتي او د دوه اړخيزو اړيکو د لا باکيفيته پرمختګ رهبري کوي. چين او روسيه دې د نړيوال سمندري مديريت د بشپړتيا لپاره خپل خدمتونه او د سمندري ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.
پاتروشيف رئیس شي جين پینګ ته د ولسمشر پوتين احترامانه سلامونه وړاندې کړل او ويې ويل چې هېواد يې غواړي د سمندري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ جامع ستراتيژيکې همکارۍ ته نوی اړخ اضافه کړي.































