چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

شپږ زره بمونه پر چار غورځول شوي او پایله یې څه ده؟

دسمبر 2, 2018
in دریځ
0 0

 

د امریکا هوایي ځواکونه وایي چې سږ کال یې په افغانستان کې پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر  شپږ زرو ډېر بمونه غورځولي دي چې دا په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر دی. پر دې اساس هره ورځ تر شلو ډېر بمونه کارول شوي دي. امریکا په افغانستان کې د هوایي بریدونو لپاره، ایف ۱۶، ای سي ۱۳۰ الوتکې او دغه راز بېلابېل توغندي کاروي. معلومه نه ده چې د بمونو ترڅنګ څومره توغندي کارول شوي دي.

دا بمونه پر چا کارول شوي او پایله یې څه ده؟

که څه امریکايي چارواکي وايي چې دا بمونه یې پر وسله والو طالبانو کارولي، خو ټول پوهېږي چې د دغو بمونو یوه وړه برخه پر وسله والو مخالفینو او یوه لویه برخه یې پر ملکي وګړو کارول شوي دي. څومره چې دا بمونه زیات شوي، په هماغه اندازه د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده. یوازې په تېره اونۍ کې لسګونه افغانان د امریکا د دغو بمونو په واسطه وژل شوي چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي. د هلمند په ګرمسیر کې وروستی وحشت یې ښکاره بېلګه ده چې څنګه دغه امریکايي بمونه زموږ ښځې او ماشومان په نښه کوي. که څوک د دغه وحشت د قربانیانو تصویرونه وګوري، پوهېږي چې امریکايي بمونه په ریښتیني ډول د چا پر خلاف کارول شوي دي.

که دا بمونه پر وسله والو هم کارول شوي وي، پایله یې مثبته نه ده. وسله والو طالبانو نه یوازې دا چې ماتې نه ده خوړلې، بلکې پرمختګ یې کړی دی. خپله سیګار وايي چې هغوی په تېرو څو کلونو کې ۱۲ سلنه نوره خاوره هم لاندې کړې ده. اوس دغو بمونو وسله وال مات کړي نه دي، بلکې پایله یې منفي ده. که څه هم امریکايان خپله دا نظامي تګلاره بریالۍ ګڼي او وايي چې تر هغو به دوام ورکړي چې طالبان خبرو ته حاضر شي، خو ټول پوهېږي چې دا ډول بریدونه او وحشتونه د جګړې له زیاتوالي سره مرسته کوي. که خبره د سولې وي، نو هلته د سولې خبرې روانې دي او طالبان مخامخ له امریکا سره خبرې کوي، نو بیا دغو بمونو ته څه اړتیا ده!؟ له دې ښکاري چې اصلي هدف سوله نه ده، بلکې امریکا غواړي دلته جګړه وغځوي، وحشت وکړي، خپلې نوې وسلې وکاروي او د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره افغان وژنې ته دوام ورکړي.

د بمونو زیاتول، د جګړې ګرمول او وحشت زیاتول، یوازې د امریکا په ګټه دي او زیان یې افغانستان او افغانانو ته اوړي. اوس که دلته یو مسوول حکومت وي، یو داسې حکومت چې پر خلکو یې زړه درد وکړي، د خلکو درد او غم احساس کړي او د دغه وطن د امن لپاره کار کوي، نو پکار ده چې غبرګون وښيي. که امریکا دلته هر جنایت کوي، شپږ زره بمونه غورځوي، د بمونو مور کاروي، ممنوعه وسلې کاروي او هر جنایت کوي، دوی یې پر وړاندې غلي دي. دا چوپتیا د حالاتو له سمون سره نه، بلکې له نا امنۍ سره مرسته کوي. د ملکي وګړو  پر کورونو، ښځو او ماشومان هر بم له وسله والو سره مرسته کوي. له همدې امله پکار ده چې ددغه حالت مخه ونیول شي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In