د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، د دغه هېواد د پراخې جغرافیې، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او د پولو دواړو غاړو ته د خلکو د تاریخي او کلتوري تړاوونو له امله، د ایران ځمکنۍ کلابندي نږدې ناشونې ده.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې عراقچي د ایران وړتیاوو ته په اشارې ویلي، په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې شته امکانات کولای شي داسې لارې پرانیزي چې دښمنان یې د تړلو هڅه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د ګاونډیو هېوادونو له سرحدي ولایتونو سره پراخې اړیکې، تګ راتګ او د خلکو ترمنځ کلتوري او ټولنیز تړاوونه د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د ایران مهمې وړتیاوې دي.































