چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

لومړنۍ پایلې؛ غیر مسوولانه اقدام بحران زېږولی شي

دسمبر 23, 2019
in دریځ
0 0

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ د رایو جنجالي پایلې اعلان کړې. کمېسیون وویل چې په لومړنیو پایلو کې ولسمشر غني مخکښ دی او ۵۰،۶۴ سلنه رایې یې ګټلې دي. له دې سره هممهاله ټاکنیزې ډلې بیا دغه پایلې نه مني. کمېسیون وایي، دوی ټول کارونه د قانون او لایحو مطابق مخ ته وړي دي او اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نوماندانو شکایتونه څېړي. دغه کمېسیون هم سر له سبا تر دریو ورځو پورې شکایتونه ثبتوي.

ولسمشریزې ټاکنې له لومړي سره جنجالي وې. کمېسیون د نوماندانو له لوري جوړ شو، نوي کمېسیون د ټاکنو لپاره تیاري ونیوله او ویې ویل چې نږدې لس میلیونه خلک ښایي رایې ورکړي. خو اوس پایلې ښيي چې د خلکو ګډون په ځلونو تر هغه کم و چې کمېسیون او نوماندانو به یاداوه. له دې سره کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو پاتې نوماندان په دې اعلان او پایلو قناعت نه لري. دوی ان دا ادعا هم کوي چې شکایتونه یې نه دي څېړل شوي او کمېسیون یې وړاندیزونو ته ارزښت نه دی ورکړی.

ټاکنې له ستونزو ډکې وې په دې کې شک نشته دی، خو بیا هم لومړنۍ پایلې اعلان شوې او دا پایلې په هېواد کې یو بل کړکېچ زېږولی شي. ټولې ټاکنیزې ډلې خپل پلویان لري، دوی د پایلو پر اعلان قناعت نه کوي، نو که د دوی قناعت حاصل نه شي، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لوی لاس یوه بحران او کشمکش ته لاره هواره کړې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پکار وه چې د ټولو نوماندانو قناعت یې حاصل کړی وای. دوی ته یې ثابته کړې وای چې دوی د کومې ځانګړې ټاکنیزې ډلې ملاتړي نه دي او یوازې شفافیت ته ژمن دي. اوس یې چې دا کار نه دی کړی او ټاکنیزې ډلې یې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم ملاتړی بولي؛ نو د دې احتمال شته چې په هېواد کې کشمکشونه، ناندرۍ او یا بل کړکېچ رامنځ ته شي.

د ټول ولس د ۲۰۱۴ ز کال ټاکنې په یاد دي. لاریونونه، اقتصادي مشکلات، امنیتي مشکلات او په سیاسي لحاظ چې کومې ستونزې په افغانستان کې رامنځ ته شوې، د ټول ولس په یاد دي. اوس هم که ټاکنیز کمېسیونونه ولس او یا ټاکنیزو ډلو ته قناعت ور نه کړي، د بحران د رامنځ ته کېدو وېره شته ده. ټاکنیزې ډلې ادعا کوي چې کمېسیون د یوه لوري ملاتړ کړی دی او د دې ادعا لپاره به هرو مرو دوی اسناد او شواهد لري. له همدې امله کمېسیونونو ته پکار ده چې هر ګام په پوره احتیاط او دقت واخلي.

اوس چې پایلې اعلان شوې دي او له یوه ټیم پرته نور پر دې پایلو قناعت نه لري، ټاکنیزو کمېسیونو ته پکار ده چې د قوانینو په رڼا کې د ولس قناعت خپل کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې ټول شکایتونه په بې طرفانه توګه وڅېړي او ولس ته دې خپلې پایلې وړاندې کړي. په دې منځ کې د نړیوالې ټولنې او همدا راز د ټاکنیزو پروسو د ملاتړو او همکارو هېوادونو مسوولیت هم دی، چې کمېسیونونه شفافیت ته اړ کړي، افغانانو ته قناعت ورکړي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي.

Share20Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In