د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه يا دونګ په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ډیجیټلي سوداګرۍ پنځم نړيوال نندارتون به د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د چین د جه جیانګ ولایت په هانګ جو ښار کې ترسره شي. د چین صدراعظم لي چيانګ به د دې نندارتون په پرانیستونکو مراسمو او اړوندو فعالیتونو کې ګډون وکړي او وینا به وکړي.































