د چین صدراعظم لي چیانګ د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې د دغه هېواد له لومړي وزیر قاهر رسول زاده سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو یې خبرې کړې دي.
لي چیانګ له رسول زاده سره په خبرو کې ویلي، چین به له تاجکستان سره د پراختیایي ستراتیژیو همغږي ژوره کړي، د کمربند او لارې د لوړ کیفیت ابادۍ ته به وده ورکړي او د سوداګرۍ، پانګونې، کانونو او مصنوعي ځیرکتیا په شمول یو لړ برخو کې به ورسره ژورې همکارۍ وکړي او متقابلې ګټورې پایلې به ولري.
نوموړي ويلي، دواړه خواوې دې په کلتور، تعلیم، روغتیا، سپورت او سیمه ییزو چارو کې تبادلې او همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته دې زیاتې ګټې ورسوي.
د چين او تاجکستان د اړوند ادارو مسئولينو د وانګ يي او قاهر رسول زاده په حضور کې د بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو، تعلیم، له فساد سره د مبارزې او معیاري همکاريو په برخو کې څو سندونه هم لاسلیک کړي دي.































