د یوې تازه نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنو د تایید کچه راټیټه شوې او د منځمهالو ټاکنو په درشل کې له ډیموکراټانو د ملاتړ کچه لوړه شوې ده.د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، دغه نظرپوښتنه د واشنګټن پوسټ، اېبيسي ټلوېزیوني شبکې او فرانسوۍ د نظرپوښتنې موسسې ایپسوس له خوا ترسره شوې او پایلې یې د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۸مه، خپرې شوې دي. د نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ د کړنو د تایید کچه د جولای په پرتله څلور سلنه او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په پرتله اته سلنه راټیټه شوې ده. همداراز، ۷۲ سلنه ګډونوال باور لري چې امریکا پر ناسمه لار روانه ده او ۶۵ سلنه ویلي چې له ایران سره جګړه تېروتنه وه.































