د متحده عربي اماراتو د مرستو ادارې له ملګرو ملتونو سره د درې میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې په کابل، هرات او کندوز ولایتونو کې د ۲۹۵۰ افغان راستنېدونکو لپاره کورونه جوړ شي. یادې ادارې ویلي، په دغه پروژه کې به په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو اړتیاوو ته پاملرنه وشي.































