د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، ا.ا د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني او د دغه بنسټ پرېکړو ته هم ارزښت نه ورکوي. نوموړي ویلي، ا.ا یوازې د اسلامي شریعت احکام د خپل دریځ او اقداماتو بنسټ ګڼي او د نورو نړیوالو بنسټونو هغه پرېکړې نه مني چې د نوموړي په وینا، د افغانستان له قوانینو او شرعي اصولو سره په ټکر کې وي. مجاهد پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره دې له خپل صلاحیت او واک څخه پورته ادعاوې او پرېکړې نه کوي.































