د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اکتوبر په ۵مه نېټه وویل، له هغه “دښمن” سره خبرې اترې بې هوده دي چې هر وخت فشار راوړي، بندیزونه لګوي او پر له پسې خپلې ژمنې ماتوي.
د ایران د ولسمشر دفتر له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، پزشکیان په همدې ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د ارمنستان له بهرنیو چارو وزیر ارارات میرزویان سره د لیدنې پر مهال دغه څرګندونې وکړې.
پزشکیان د امريکا هغه کړنه ” د دوکې چلند” بللی، چې دغه هېواد لومړی پر ایران برید وکړ او وروسته یې د خبرو اترو هيله وښوده.
پزشکیان وویل، ایران څو ځله د اټومي فعالیتونو په برخه کې خپل صميميت څرګند کړی او د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ څارنه یې هم منلې ده.































