د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو اروپایي هېوادونو ته د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا کار له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی. کارپوهانو له اروپایي ټولنې غوښتي، چې د هر افغان د ستنولو تر پرېکړې مخکې دې د هغه وضعیت په دقیقه توګه وارزول شي او د ستنولو بهیر دې د قانوني اصولو له مخې ترسره شي. دوی ویلي، خپلې اندېښنې یې په رسمي توګه له اروپایي ټولنې او د ځینو غړو هېوادونو له حکومتونو سره شریکې کړې دي.































