د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو ریاست مسوولین وايي، د کیفیت د ارزونې او لابراتواري ازموینو وروسته یې ۲۶ ټانکره بېکیفیته ډیزل او پټرول د ورېښمو لارې له لارې بېرته ایران ته ور ګرځولي دي. د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه رسنیو ته ویلي، دغه نفتي مواد د نمونو له اخیستلو او ارزونې وروسته بېکیفیته تشخیص شوي او د دغه ولایت د ټاکل شوي پلاوي له لوري بېرته ایران ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، د کیفیت د کنټرول امریت په لابراتوارونو کې له دقیقو ازموینو وروسته څرګنده شوې چې د دغو تېلو کیفیت له ټاکل شویو معیارونو څخه ټیټ دی؛ له همدې امله بېرته ایران ته مسترد شوي دي.































