د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، د اسلامکلا په ګمرک کې د کیفیت د ارزونې پر مهال ۲۷ ټانکره بېکیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته صادرونکو هېوادونو ته لېږل شوي دي. د هرات د والي ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي ویلي، په مسترد شویو توکو کې د پټرولو او ډیزلو ۲۲ ټانکره، د ګازو څلور موټر او د دوشکو او بالښتونو یو موټر شامل دي چې د کیفیت د معیارونو د نهپوره کولو له امله هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنهکړل شوه.































