د هرات ولایت په یوه درې ورځني نندارتون کې، چې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو د نندارې او پلور په موخه جوړ شوی، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت هم خپل بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. دغه شرکت د زیتون تېل، د زیتون اچار او د نجارۍ فابریکې تولید شوي توکي د نندارې او پلور لپاره نندارتون ته وړاندې کړي دي. د راپور له مخې، په دغه نندارتون کې د ۱۰۰ غرفو له لارې بېلابېل کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي. د نندارتون اساسي موخه د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول، د محصولاتو د پلور کچې لوړول او د بهرنیو پانګوالو راجلبول دي.































