په هند کې د ناڅاپي او شدیدو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۶۲ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په ځینو سیمو کې د سېلابونو ترڅنګ د ځمکېښوویېدنې پېښې هم شوې او د ژغورنې عملیات روان دي. بلخوا په نیپال کې هم د ناڅاپي سېلابونو له امله ۱۵ کسان مړه او شاوخوا ۲۰ نور نادرکه شوي دي.































