چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ولسي جرګه ولې بې ارزښته شوې؟

جنوري 14, 2020
in دریځ
0 0

ولسي جرګه بیا بیا د سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي جرګې ته ورغواړي، خو ښاغلی احمدي نه ورځي. پرون د ولسي جرګې غړو یو متفاوت ګام واخیست، د سوداګرۍ وزارت لپاره ټاکل شوې بودجه یې وځنډوله او پرېکړه یې وکړه چې ولسي جرګه نور اجمل احمدي د سوداګرۍ د سرپرست وزیر په توګه نه پېژني او ټولې کړنې یې ناقانونه دي. یوازې اجمل احمدي نه دی، بلکې نور سرپرست وزیران هم ډېر وخت یا ولسي جرګې ته نه ورځي او یا یې هم د وکیلانو خبرو او نظرونو ته ارزښت نه ورکوي.

اجمل احمدي خو به له دې امله ولسي جرګې ته نه ورځي چې نه په پښتو او نه هم په دري خبرې کولی شي، خو ډېری وزارتونه سرپرستان اداره کوي چې په طبیعي ډول د ولسي جرګې پر وړاندې بې تفاوته دي. د ولسمشر غني د واکمنۍ تر پایه پورې کابینه تکمیل نه شوه او همدا اوس هم تر نیمايي ډېر وزارتونه سرپرستان اداره کوي. دا سرپرستان ډاډمن دي چې ولسمشر غني یې د رایې لپاره ولسي جرګې ته نه ورپېژني او د وکیلانو رایې ته اړتیا نه لري، له همدې امله د ولسي جرګې پر وړاندې بې تفاوته دي. له بله اړخه دوی پر دې هم ډاډمن دي چې که د ولسي جرګې غوښتنې قانوني هم وي او اساسي قانون دوی مجبور کړي چې جرګې ته ځواب ووايي، خو ولسمشر دا قوانین په نظر کې نه نیسي او ولسي جرګې ته اهمیت نه ورکوي. د دې تر څنګ، ولسمشر غني بیا بیا حکومتي چارواکو ته دا روحیه ورکوي او آن په حکومت کې اوس دا ذهنیت عام دی چې ولسي جرګه مهمه نه ده، اهمیت باید ور نه کړل شي او حکومتي چارواکي باید کارونه هغسې مخکې یوسي، چې ارګ یې غواړي. په اوسني حکومت کې ذهنیت داسې دی چې که له یوه چارواکي ولسمشر راضي وي، نو دا مهمه نه ده چې ولسي جرګه، مشرانو جرګه، ولس او آن خپل مامورین ترې ناراضه وي. له همدې امله د اجمل احمدي غوندي خلک سرپرست وزیران دي چې نه پر پښتو پوهېږي، نه پر دری او نه هم کوم داسې کمال لري چې وزارت ته یې ځانګړی کار کړی وي. یوازې له ولسمشر سره یې ښه اړیکه ده، دا چې دا اړیکه، څه ده، چا جوړه کړې، څنګه یې جوړه کړې، معلومه نه ده، خو پخه اړیکه ده. دا اړیکه د دې سبب شوې چې ولسمشر د اجمل احمدي پر ټولو نیمګړتیاوو سترګې پټې کړي، ملي شورا پرې خپه کړي او آن وزارت پرې خراب کړي.

له ولسي جرګې سره د حکومت چلند داسې دی، لکه دا جرګه چې یوه بې مانا، بې ارزښته، ناقانونه او بې صلاحیته وي، خو په دې کې خپله د ولسي جرګې ستونزه هم ده. په جرګه کې داسې وکیلان شته چې حکومت راوستلي او یا له حکومت سره د اړیکو لپاره پر هر څه پښه ږدي. له بله اړخه د ولسي جرګې کمزوری چلند، بې دریځي او نه جدیت هم د دې سبب شوي چې دا جرګه هم د حکومت پر وړاندې بې مانا او بې ارزښته شي او هم ولس پرې باور له لاسه ورکړي. که ولسي جرګه غواړي اهمیت پیدا کړي، نو باید خپل ټول هغه صلاحیتونه اعمال کړي چې قانون ورکړي دي. د سرپرستۍ ټغر باید ور ټول کړي او له حکومت سره جدي حساب کتاب وکړي. له دې پرته بې اهمیته او بې ارزښته ولسي جرګه لا زیاته لوېږي او خپل حیثیت له لاسه ورکوي.

 

 

Share12Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In