شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ټاکنې، لانجمنې معاملې، پایلې او نامعلوم برخلیک

اکتوبر 9, 2019
in دریځ
0 0

 د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو په وروستي بدلون کې ویل شوي؛ لومړنۍ پایلې چې ټاکل شوې وه د تلې میاشتې په ۲۷م اعلان شي، ځنډیږي او په خپل وخت نه اعلانیږي. د ټاکنو کمېسیون مني چې له بایومټریک وسیلو څخه د معلوماتو ملي مرکز یا ډېټا سنټر ته د معلوماتو لېږد ورو روان دی. دوی په دې برخه کې د ستونزو خبره کوي او وايي چې د ستونزې د حل لپاره یې کسان ګومارلي دي. سره له دې چې خورا کمو خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته، تمه وه چې کمېسیون به خپل کارونه په وخت او ښه  ډول وکړي، خو وروستي بدلونونه ښيي چې په کمېسیون کې پراخې ستونزې دي او دا ستونزې د دې سبب کېږي چې د ټاکنو د پایو اعلان وځنډیږي. له شک پرته سیاسي فشارونه او لاملونه هم شته. کمېسیون له یوه اړخه تر فشار لاندې دی چې ټاکنې د مهالوېش پر اساس اعلان کړي، خو له بله اړخه تر فشار لاندې دی چې پایلې وځنډوي. تخنیکي لاملونه هم اساسي رول لري، آن داسې ویل کېږي چې مرکزي سرور هک شوی دی او د همدې لپاره د درملوک کمپنۍ انجنیران را غوښتل شوي چې ستونزه حل کړي. له دې امله چې په ټاکنو کې کمو خلکو ګډون کړی و، تمه وه چې تر ټاکل شوي وخت مخکې به پایلې اعلان شي، خو کمېسیون د ځنډ خبره کوي، دا خبرې د پراخ سیاسي او تخنیکو ستونزو تصویر ورکوي.

له بله اړخه کمېسیون د بهرنیو ډیپلوماتو پر مېلمستون بدل شوی دی. هره ورځ کمېسیون ته ډیپلوماتان ورځي او هلته د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره پر کمېشنرانو فشارونه راوړي. داسې ښکاري چې کمېشنران هم یو ډول له دغو ډیپلوماتانو سره په شریکه کار کوي او هغه څه کوي چې دوی ورته وايي. هېڅوک نه پوښتي چې په کمېسیون کې امریکايي، برېټانوي، کاناډايي او نور ډیپلوماتان څه کوي؟ دوی ولې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي او هدف یې څه دی؟

له بده مرغه کمېسیون هم د دې پر ځای چې خلکو ته رښتيا ووايي، هڅه کوي چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. دوی د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو خبره کوي، خو نه وايي چې تخنیکي ستونزې لري، نه وايي چې ښايي هکران د دوی سیسټم ته ننوتي او یا ننوځي. دوی نه وايي چې تر پراخ سیاسي فشار لاندې دي. دوی نه وايي چې ارګ، سپیدار ماڼۍ او بهرنیان ترې بېلابېلې غوښتنې لري. له همدې امله ستونزې پراخیږي او ښکاري چې د ټاکنو پایلې به بیا هم له لانجو او ستونزو ډکې وي.

که څه هم څه باندې دوو میلیونو خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته، خو اوس داسې ښکاري چې رایه ورکوونکي به د خپلې رایې عذاب ویني او آن دا عذاب به ټولو خلکو ته ورکول کېږي. په واضح ډول ښکاري چې تېرو ټاکنو موږ د یوه بل بحران لوري ته روان کړي یو. ښايي د دې ټاکنو پایلې ژر اعلان نه شي، که اعلان هم شي، لانجمنې به شي. ښايي ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي او دویم پړاو به بیا راتلونکي کال ته پاتې کېږي. په دې ډول موږ به لا نور هم په دغه ناوړه، بې برخلیکه او زیان رسوونکي حالت کې پاتې وو.

Share14Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In