د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر ۲۶مه نېټه ویلي، چې د ایران هغه وړاندیز يې رد کړی دی، چې د هرمز تنګی بیا پرانیزي.
ټرمپ له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې امریکايي لوری په بشپړ ډول پر هرمز تنګي کنټرول لري او په زیاته اندازه تېل د هرمز تنګي له لارې انتقالېږي. د هغه په خبره، ایران غواړي چې یو تړون وشي او هرمز تنګی سمدلاسه بیا پرانیستل شي، خو ټرمپ دغه وړاندیز رد کړی.































