د ایران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس د سپتمبر په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د قطر الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، له دې امله چې د هرې دورې مذاکراتو وروسته امریکا بریدونه تر سره کړي او بندیزونه يې لګولي، نو ځکه ایران نور له امریکا سره پر ډيالوګ اعتماد نه لري.
نوموړي په مرکه کې ويلي، چې قطر او پاکستان اوس مهال د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره هڅه کوي. د هغه په خبره، له امریکا سره مذاکرات د مخکې لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ تر سره شوي دي او “امریکا باید په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.”
نوموړي ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي مسئله د پوځي ځواک په کارولو نه، یوازې د مذاکراتو له لارې حل کېدای شي.































