جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړۍ

ټرمپ: کانګرېس دې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه دوه نیم میلیارده ډالر ځانګړي کړي

فبروري 26, 2020
in نړۍ
0 0

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس خپرېدو د نړۍ پر مالي بازارونو اغېز کړی، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له کانګرېسه د دوه نیم میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ ویلي، دغه دوه نیم ملیارده ډالره چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ‌یې له کانګرېس غوښتنه کړې، یو میلیارد ډالر به ‌یې د کرونا ویروس پر وړاندې پر واکسین جوړولو او له دغه ویروس د خلکو د ساتنې پر چارو ولګېږي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې د څانګې ویاندې راچل سیمیل ویلي، پاتې یو نیم میلیارد ډالر به د دغه ویروس پر وړاندې د تیاریو او نورو فعالیتونو او د وسایلو او تجهیزاتو پر رانیولو ولګېږي.

ټرمپ دغه اقدام داسې مهال کړی چې په نړۍ کې د دغه ویروس خپرېدو د اسهامو پر نړیوالو مارکېټونو ډېر اغېز کړی دی.

د والسټریټ بازار په ګډون، د نړۍ د ډېرو بازارونو اسهام رالوېدلي او د تېلو بیې هم ډېرې راټیټې شوې دي. دغه راز په ټوله نړۍ کې پر دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۸۰ زرو اوښتی دی.

په چین کې چې د دغه ویروس اصلي سرچينه ده، دغه شمېرې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې دي. له چین وروسته جنوبي کوریا، ایران او ایټالیا د دغه ویروس له امله ډېر ځپل شوي دي.

په جنوبي کوریا کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۸۳۳ ته رسېدلی او ۷ تنه مړه شوي دي.

دغه راز په ایټالیا کې هم پر دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۲۰ او د مړو شویو شمېر هم ۷ تنو ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې په افغانستان، عراق، بحرین، کوېټ او عمان کې هم د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوې چې سرچینه ‌یې ایران بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، له چین وروسته په ایران کې د کرونا ویروس له امله ډېر کسان مړه شوي دي.

ایراني چارواکو د ۱۲ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې ۶۱ تنه نور پر دغه ویروس اخته شوي، خو ناتایید شوې شمېرې له دې ډېرې لوړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس ویلي چې په اوس وخت کې باید د کرونا ویروس د مخنيوي پر چارو تمرکز وکړو او په نړیواله کچه‌ یې هم باید د احتمالي خپرېدو لپاره تیاری ولرو.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې یاد ویروس چې په چین کې د جنوري له ۲۳مې د فبرورۍ تر دویمې پورې اوج ته رسېدلی، په وروستیو کې یې د خپرېدو لړۍ ورو شوې ده.

Share11Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In