په هسپانيا کې د نومبر په ۱۱مه نېټه سراسري اعتصاب او لاريونونه شوي، چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد په ډېرو ځايونو کې د اعتصاب کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
پولیس وايي، ۵۰ لاريونوال يې نيولي دي. د دغه اعتصاب له امله د هسپانيې په بېلابېلو سیمو کې د تګ راتګ بهیر ګډوډ شوی او ځینې لویې لارې او د ښارونو مهم سړکونه تړل شوي او د اورګاډو پر تګ راتګ یې هم اغېز کړی دی.
د هسپانیې ملي راډیو او ټلوېزیون په یوه راپور کې ويلي، چې د نومبر په ۱۱مه نېټه د دغه هېواد په مادرید، وایادولید، مالاګا او څو نورو سیمو کې د اعتصاب کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب او نښتې شوې دي.
راپور وايي، د هسپانیې پولیسو د همدې ورځې تر ماسپښین پورې، له ۵۰ ډېر کسان د عامه نظم د ګډوډولو او د قانون پلي کولو پر وړاندې د مقاومت او پر پولیسو د برید په شمول د بېلابېلو سرغړونو په تور نیولي دي.



















![Hundreds of people took part in the demonstration to mark the general strike on 11 November 2026 in Valencia, the Valencian Community (Spain). Spain is experiencing a 24-hour general strike, organised mainly by the major trade unions Comisiones Obreras (CC.OO.) and the General Union of Workers (UGT), in collaboration with social groups such as the Tenants' Union, to demand decent wages and housing in the face of the rising cost of living. [**********] 11 NOVEMBER 2026;GENERAL STRIKE;11N;TRADE UNIONS;UGT;CCOO;STRIKE;DEMONSTRATION;PROTEST;AERIAL VIEW Rober Solsona / Europa Press 11/11/2026 (Europa Press via AP)](https://maseerdaily.af/wp-content/uploads/2026/11/1794452654703_57-750x375.jpg)











