پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

په ۲۰۲۵ کال کې د چین د پرمختیا رصد؛ پر ګذشته په تکيې سره پرمختګ او د راتلونکې شریکول

دسمبر 31, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0
default

default

یو ملت خپلو ملي موخو ته د رسېدو لپاره د پلان جوړولو له لارې په بهترین شکل درک کېږي.

چین په ۲۰۲۵ کال کې ځانګړی تاریخي پړاو وهلی. د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ۱۴م پنځه کلن پلان يې په داسې حال کې په بریالیتوب سره پای ته رسولی او د نوي ۱۵م پنځه کلن پلان جوړونه يې پیل کړې ده. چين په دې کال کې نه یوازې دا چې نړۍ ته يې د خپلو لاسته راوړنو ځلانده کلنی ګزارش وړاندې کړی، بلکې په څرګنده توګه يې د راتلونکې پرمختيايي لارې څرګندتيا، پايښت او ورخلاصون هم په ډاګه کړی دی. دا لاسته راوړنې نه يوازې تر چین پورې محدودې دي، بلکې د افغانستان په شمول د نړیوالو شریکانو لپاره د دوامدارې او پیشبیني وړ همکاریز محیط رامنځته کولو لپاره یو زیری دی.

د پلان دوامدار تطبیق او علمي او زرغون پرمختګ

د چين اقتصاد په ۲۰۲۵م کال کې په قوي حياتي ځواک قوي پرمختګ موندلی او د دې کال په لومړۍ نيمايي کې يې کورنی ناخالص تولید د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۵.۳ زیاتوالی ښيي. د اقتصادي ودې د کيفيت په لوړتيا کې علمي ټکنالوژۍ او زرغون بدلون ډېره مرسته کړې ده.

د علمي ټکنالوژۍ نوښت یوازې د برترۍ مفهوم نه دی، بلکې دا ټکنالوژي په ملموس ډول د صنايعو د ارتقأ او د ژوندانه د سټنډرډونو د بهبود لامل شوې ده.

چين په دې کال کې په لومړي ځل د نوښت شاخص په نړيوالې درجه بندۍ کې مخکښو لسو ځايونو کې شامل شوی او دا لاسته راوړنې يې په ډېرو برخو کې ښکاره شوې دي.

 مثلاً په چين کې فابريکو د مصنوعي ځيرک پرمټ خپلې توليدي چارې ګړندۍ کړې دي. موبایلفون او کورني برقي وسايل لا ځيرک شوي او د خلکو ژوند يې اسانه کړی دی. د صنعتي توليد موثريت د روبوټانو پرمټ ډېر لوړ شوی دی. د سرمايې بازار غبرګون هم دغه ټکی ثابت کړی، د اې سهامي بازار عمومي ارزښت له سلو ټریليونو يوانو څخه اوښتی او په زياتوالي کې يې علمي ټېکنالوژيکي تصدو ډېره مرسته کړې ده.

په زرغون بدلون کې هم پرمختګونه شوي او پاکې انرژۍ پکې مهم رول لوبوي. د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د باد او سولر برېښنا د جنراتورانو عمومي ظرفیت په لومړي ځل د ډبرو سکرو برېښنا د جنراتورانو تر ظرفيت ډیر شوی دی. دا پدې معنی ده، چې چین په سرچينه کې د خپلې انرژۍ جوړښت بدلوي. په ورته ډول، په سړکونو کې د هرو دوو نویو پلورل شویو موټرو څخه یو یې د نوې انرژۍ موټر دی. دغه بدلونونه نه یوازې د چین د کاربن د کمولو او حنثی کولو اهدافو لپاره، بلکه له اقلیمي بدلون سره د نړيوالې مبارزې لپاره هم مرسته کوي.

د لوړې سويې ورخلاصون او د راتلونکي لپاره نوی پيل

چين د نوې دورې لپاره د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار کړی، څو د خپل پرمختګ له لارې له نورو هېوادونو سره ګټې- ګټې همکارۍ وهڅوي.

چين په ۲۰۲۵م کال کې د ورخلاصون ډېر مفصل تدبيرونه غوره کړي او له دې څخه يوه ښکاره بېلګه دا ده، چې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر لپاره ځانګړې ګمرکي تګلارې د ډسمبر په ۱۸ مه تطبیق شوې دي. دا پدې معنا ده، چې د چين په جنوب کې په نړیوال معيار برابر يو بهترين بازار جوړ شوی، چې د صفر تعرفې په ګډون د تګلارو له لارې به نړيوالو تجارتي توکو او پانګونې ته لا ازاد او اسانه پلېټفورم برابر شي.

برسيره پردې چین د تولید سکتور کې د بهرنيو پانګو په ننوتلو ټول محدوديتونه لغوه کړي او منفي لیست يې هم په پرله پسې توګه لنډوي. دا پدې معنا ده، چې د افغان تصديو په ګډون بهرنۍ تصدۍ په لا اسانه توګه چيني بازار ته لار موندلی شي او لا پراخه پرمختيايي فضا ترلاسه کولی شي. چين دغه راز هڅه کوي، چې د ټرانس پاسیفیک مشارکت په جامع او پرمختللي تړون (CPTPP) او يو شمېر نورو نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو تړونونو کې شامل شي، او دا پدې معنا ده، چې چين د تجارتي توکو او سرمايې د جریان يا تګ راتګ هرکلی کوي او د دې ترڅنګ هڅه کوي، چې خپل قواعد او معیارونه له نړيوال سیسټم سره برابر کړي، څو له نورو هېوادونو سره همکارۍ لا سالمې او دوامدارې شي.

په نا مطمئنه دنیا کې د نویو فرصتونو لپاره د اطمنان رامنځته کول

د چين باکيفيته پرمختګ او د لوړې سویې ورخلاصون ډېر اهميت لري. په داسې حال کې چې کله کله په نړۍ کې د اړيکو او ځنځيرونو په پرېکون اواز راپورته کيږي، چين له دې سره سره بيا هم پر دوامدار پرمختګ تمرکز کوي او خپله دروازه خلاصه ساتي، څو نړيوالې همکارۍ ته باور او ثابت عوامل برابر کړي.

باور او ثبات لومړی د ثابت او دوامدار پراخېدونکي چيني بازار لویې تقاضا څخه رامنځته شوي. دلته د ۲۰۲۵م کال په نومبر کې د چين د اتم نړيوال وارداتي نندارتون د يوې بېلګې په توګه وړاندې کيږي، په دې نندارتون کې د معاملې ارزښت ۸۳ ميليارډ او ۴۹۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. د افغانستان جلغوزي، غالۍ او نور غوره محصولات په پرله پسې توګه د دغه پلېټفورم له لارې پراخ بازار ته ننوتلي دي. د چيني مصرف کوونکو د پیر ظرفيت د افغانانو د عايداتو د زياتېدو سبب شوی دی. همدا يوه ښکاره بېلګه ده، چې له نړۍ سره د چين د لوی بازار د ګټو شريکېدل ترې ښکاريږي.

باور او ثبات د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو د ژورولو له اقداماتو څخه هم رامنځته شوي. د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د کمربند او لارې له ګډو ابادوونکو هېوادونو سره د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت ۱۷.۳۷ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۶.۲ زیاتوالی ښيي او د چين د وارداتو او صادراتو په حجم کې ٪ ۵۱.۷ نيسي. برسیره پردې، چين د ۲۰۲۴م کال له ډسمبر څخه د افغانستان په ګډون هغو لږ پرمختللو هېوادونو ته چې له چين سره يې اړيکې ټينګې کړې، د صفر تعرفې امتياز ورکړی دی، دغه تګلارې په ۲۰۲۵م کال کې په مداومه توګه ډېرو پرمختيايي هېوادونو ته ګټې رسولې او رسوي يې. دا ساده سوداګريز امتياز نه دی، بلکې روښانه پيغام ورکوي، چې د چين ورخلاصون ټولشموله او د پراخو ګټو رسوونکی دی او په خاصه توګه پرمختيايي هېوادونو ته د ګټو شريکولو ته پاملرنه کوي.

نتيجه

چین په ۲۰۲۵ کال کې په یوه مهم پړاو کې دی، چې د تېرو لاسته راوړنو پر بنسټ د نوې دورې پر لور روان دی. دا ښیي چې چین څنګه د مسلسلو او مرتبو پلانونو له لارې په دوامداره توګه ټېکنالوژیکي نوښت او زرغون بدلون ته وده ورکوي. تر ټولو مهمه دا ده، چې دغه هېواد به په راتلونکو پنځو کلونو او لرې راتلونکي کې د نړۍ پرمخ خپله دروازه نوره هم خلاصه کړي. د افغانستان په څیر د چين د ملګرو لپاره، دا پدې مانا ده، چې د باور وړ او له فرصتونو ډک بازار به تل ورته خلاص وي. چین لیواله دی چې په خپله پراختیایي لاره کې له ټولو شریکانو سره ګټې شریکې کړي او له راتلونکو ننګونو سره د مقابلې او له فرصتونو د ګټې اخيستنې لپاره ګډ کار وکړي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In