پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ځپل شوی حزب الله څنګه په ډېر قوت د جنګ ډګر ته راغی؟

اپریل 6, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

کله چې امريکا او اسرائيل پر ايران بریدونه پيل کړي، هممهاله په لبنان کې هم جګړه سخته شوې ده. اسرائيل په لبنان کې ځمکني بریدونه پيل کړي او هڅې کوي، چې  د دغه هېواد په جنوب کې د بفر زون يا حایله سيمه پراخه کړي.

د لبنان حزب الله پخوا ډېر زيانمن شوی، خو اوس يې بیا له اټکل وتلی جنګي توان ښودلی او د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې پيمانه او شدت د بل هر وخت په پرتله سخت شوی دی.

شنونکي پر دې اند دي، چې حزب الله د نظامي جوړښت د بيا تنظيمولو له لارې جنګي توان پياوړی کړی دی. اسرائيلي ځواکونه نظامي فعاليتونه پراخوي او د بفر زون يا حایلې سيمې د پراخولو په هڅه کې دي او په راتلونکي اوږدمهال کې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې د دوام امکانات زيات شوي دي. د حزب الله دوامدار جنګي توان او له دغې ډلې څخه د ايران ملاتړ او د اسرائيلي ځواکونو د مرګژوبلې حالت به پر روانې جګړې اغېزې ولري.

د حزب الله جنګي توان له اټکل څخه پورته دی

اسرائيلو په تېرو څو کلونو او په تېره بیا د ۲۰۲۴م کال له سپتمبر څخه تر نومبر پورې د حزب الله کليدي غړي ووژل او دغه ډله یې سخته زيانمنه کړه.

اسرائيلي ځواکونو وړم کال د حزب الله پخوانی مشر حسن ناصرالله او هم هاشم صفي الدين، چې همغه مهال د ناصرالله ځای ناستی و، يو په بل پسې ووژل او وروسته يې د دغې ډلې نظامي مشران هم په نښه کړل.

داسې اټکل کېږي، چې اسرائيلي ځواکونو همغه مهال د حزب الله شاوخوا ۴۰۰۰ جنګيالي ووژل او د دغې ډلې نوي سلنه زېرمې يې له منځه يوړې.

حزب الله ډېر کمزوری شوی و، خو د ايران پر ضد د امريکا او اسرائيل د جګړې پر مهال بیا د جنګ ډګر ته ښکته شوی دی.

حزب الله وايي، د مارچ له ۲مې نېټې څخه د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې يې د اسرائيل دننه هدفونه په نښه کړي او د لبنان جنوب کې يې پر پلو اسرائيلي ځواکونو څه باندې ۱۳۰۰ ځلې بريدونه کړي، په لسګونو مرکاوا جنګي ټانکونه او نور پوځي وسايط يې په نښه او ويجاړ کړي دي.

د اسرائيل پوځ د روانې مياشتې په پيل کې ادعا کړې، چې د لبنان د حزب الله شاوخوا زر غړي يې وژلي دي.

حزب الله ګوند نظامي جوړښت بيا تنظيم کړی

شنونکي د حزب الله د جنګي توان د اعاده کېدو يو مهم لامل د نظامي جوړښت د بيا تنظيم چټکتيا یادوي.

 د فرانسې نړيوالې راډيو په يوې تبصرې کې ويلي، چې د حزب الله نظامي او امنيتي اداره اوس د درېيم نسل د قومندانو په لاس کې ده. دوی ځوانان دي، په لوړې کچې یې زده کړې کړي او د ساينس او ټېکنالوژۍ مسلکي پوهې لري او مشرتابه یې د حزب الله جوړښت بيا تنظيم کړی دی.

د شنونکو په اند، پخوا به حزب الله د يوې مرکزي ادارې له لوري قومنده کېده، خو اوس يې هغه مرکز لغوه شوی او پر ځای يې د ډېرو کوچنيو څانګو له لوري په ګډه اداره کېږي او بېلا بېلې څانګې يې يو د بل د عملياتو په اړه معلومات نه لري او همدا په خپلو تشکيلاتو کې د اسرائيل د استخباراتي ادارې له لوري د نفوذ په مخنيوي کې مرسته کوي.

د يادونې ده، حزب الله ګوند د ايران په لوی ملاتړ خپل داخلي جوړښت بیا تنظيم کړی دی.

روېټرز خبري اژانس د څو سرچينو په قول خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴م کال په نومبر کې د لبنان او اسرائيل ترمنځ له اوربند وروسته په ډېر لنډ وخت کې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ حزب الله ته شاوخوا ۱۰۰ نظامي قومندانان ليږلي او د نظامي روزنې او د لارښوونکي جوړښت د بيا تنظيم په چارو کې يې ورسره مرستې کړې دي.

درې لوی عوامل د جګړې پر جريان اغېزه لري

اسرائيل له مارچ راهيسې د ايران پر جنوبي سيمو د اوږدمهاله تيري نيت درلود، خو درېیو لویو عواملو د جګړې پر جريان اغېزه کړې ده.

۱. د لبنان حزب الله د اوږدمهالې جګړې لپاره پوره ځواکونه او نظامي تاسيسات لري. د اسرائيل د الما د څيړنې او ښوونې مرکز په يوه راپور کې ويلي، حزب الله له ۴۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې جنګيالي او له ۳۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې احتياطي جنګيالي لري.

ياد راپور وايي، دغه ډله شاوخوا ۲۵۰۰۰ راکټونه او ګڼ شمېر د لنډ او منځني واټن ويشتونکي توغندي او هره ورځ د لسګونو توغنديو د توغولو توان لري او برسېره پر دې دغه ډله تر يوې اندازې کروز توغندي، ډرونونه او نورې وسلې هم لري.

۲. ايران به له حزب الله ګوند څخه دوامدار ملاتړ وکړي.

د ايران عالي مشر مجتبي خامنه ايي په وروستيو کې د لبنان د حزب الله مشر نعيم قاسم ته په پيغام کې ويلي، چې د امريکا او اسرائيل پر ضد وجنګېږي او تهران به ترې اوږدمهاله ملاتړ وکړي.

۳. اسرائيل د خپل پروسنل څومره تلفات تحمل کولی شي، دا هم پر وضعيت ډېره اغېزه لري.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In