یکشنبه, اکتوبر 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

    ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي کتاب

څلوېښت کاله په توپان کې

اگست 28, 2019
in کتاب
0 0

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس، چې د ده په خبره، د ارګ له مرچ او مالګې نیولې له سپینې ماڼۍ سره تر مذاکرې پورې یې په هرڅه کې مسوولیت درلود، د خپلو خاطراتو په تازه کتاب«څلوېښت کاله په توپان کې» کې د افغانستان او متحده ایالاتو د اړیکو او د کرزي او سپینې ماڼۍ ترمنځ له جنجالونو جالبې کیسې لري.

«څلویښت کاله په توپان کې» د عبدالکریم خُرم د ژوند سړې تودې، کورني ژوند، جهاد او زده کړو، خاطرې، اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د مسوولیت او د افغانستان د سیاست او قدرت د ماڼۍ (ارګ) تصویر ښيي.

د کرزي دوره د افغانستان او متحده ایالاتو په اړیکو کې له جنجالونو ډکه دوره ګڼل کیږي.

د افغانستان او متحده ایالاتو د اړیکو لوړې ژورې، د افغانستان په سیاست کې د ښکیلو څېرو لیدلوري، له پاکستان سره روابط، د کرزي او سپینې ماڼۍ ترمنځ د ترهګرۍ ضد جګړې پر څرنګتیا، ستراتیژیک او امنیتي تړون، ملکي مرګ ژوبلې، بګرام زندان او د زندانیانو پر انتقال ناندرۍ، قطر دفتر، له امریکايي چارواکو سره د کرزي لفظي شخړې او مجادلې او د ۲۰۱۴ ز کال ټاکنې او ولسمشر غني ته د واک انتقال د دغه کتاب د محتوا برخې دي.

«څلویښت کاله په توپان کې» له خپلې کابینې او نږدې دوستانو څخه د کرزي د بیزارۍ او له امریکايي چارواکو سره د هغه د لفظي شخړو او توندو ډیالوګونو حکایت کوي.

لیکوال وايي، د ۲۰۱۲ ز کال په اګست کې د متحده ایالاتو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو د انتقال پر سر اړیکې کړکېچنې شوې. پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار درلود، چې دغه زندان زر افغان حکومت ته وسپارل شي، خو د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن او په کابل کې د امریکا سفیر د زندانیانو د اداري توقیف او ساتلو غوښتنه درلوده.

د دواړو خواوو ترمنځ په ارګ کې خبرې توندې شوې:

«کرزي امریکايي چارواکو ته وویل، چې د زندان موضوع نوره پای ته رسیدلې ده.

جنرال الن په لوړ غږ وویل: تاسې پاتې راغلي یئ

کرزي وویل: بهرنیان نور د زنداني کولو حق نه لري

الن، کراکر ته وکتل او ویې ویل: سفیر صیب دا خبرې نوره نتیجه نه ور کوي

کرزي وویل: د افغانستان اشغال نور باید پای ته ورسیږي

جنرال الن په داسې حال کې، چې له ځایه یو څه پورته شوی و، وویل: له وخته مو مننه».

له دې مکالمې وروسته کرزي د خپل دفتر رییس ورغوښتی و او هغه برېښنالیک یې ور ښودلی و، چې په نیویارک کې د افغانستان نماینده‌ګۍ رالیږلی و. په برېښنالیک کې ویل شوي وو، چې دوی ته د ور رسېدلو معلوماتو له مخې، جنرال الن غواړي کرزی د خپل یوه ساتونکي (پي پي ایس) په وسیله ترور کړي.

خُرم چې د پخواني ولسمشر ښی لاس او د هغه په سیاستونو او دریځونو کې ټاکونکی کس ګڼل کیږي، وايي، امریکایانو بګرام زندان ته له حده ډېر ارزښت ورکاوه، خو کرزی د بهرنیانو د زندانونو، شپنیو عملیاتو او زنداني کولو مخالف و. د هغه او خُرم په باور، دا پر جګړه تېل پاشل او د جګړې د لیکو تودول وو.

خو کرزی یوازې له امریکایانو سره لاس او ګریوان نه و. هغه په خپله کابینه او نږدې کسانو کې هم په دې برخه کې ډېر کم ملګري لرل.

د خُرم په باور، کرزی د ملکي مرګ ژوبلې، بګرام زندان او امنیتي تړون په برخه کې د کابینې ډېرو غړو یوازې پرېیښی و. د زندانیانو د انتقال په تړاو د اعلامیې خپرولو پر وخت سپنتا له کرزي غوښتي و، چې د افغانستان د منتخب ولسمشر په حیث له بدې لهجې ډډه وکړي. کرزي یې په ځواب کې ویلي وو: «زه ولسمشر نه، بلکې د دغه مزدور حکومت رییس یم. زه ولسمشر نه، بلکې د مزدورانو باشي یم».

یاد کتاب د کرزي او کابینې ترمنځ یې دې بې باوریو، له امریکا سره د امنیتي تړون، بګرام زندان او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه جالبې خبرې لري.

مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Share27Tweet13Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رباب فاطمه: د افغانانو د هوساینې او انساني کرامت ملاتړ ته دوام ورکوو

اکتوبر 24, 2026

ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

اکتوبر 24, 2026

د ایران‌ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

اکتوبر 24, 2026

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In