چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

چين ته د افغان جلغوزيو لېږد او د دواړو هېوادونو د اړيکو نوی پيل

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

نوومبر 4, 2021
in لیکنې
0 0

په افغانستان کې د لوی  بدلون تر راتګ وروسته، په لومړي ځل چين ته د دغه هيواد د جلغوزيو صادرات پيل شول.  يوه ځانګړې الوتکه چې ۴۵ ټنه جلغوزي پکې بار وو،  د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له کابل څخه د چين پر لور وخوځېده او د نړۍ پاملرنه یې راجلب کړه.

 وي او اې (VOA) امريکا غږ راډيو پر خپلې ويبپاڼې د نومبر په لومړۍ نېټه خبر خپورکړ، چې چين له افغانستان سره مستقيمي هوايي سوداګريزې اړيکې بيا پيل کړې، تر څو د اقتصادي او بشري بحران د لېرې کولو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستيال وياند بلال کريمي هيله ښودلې، چې افغانستان به له چين سره سوداګريزو چارو ته ادامه ورکړي او سوداګريزې اړيکې به ورسره لا ټينګې کړي. هغه زياته کړه، چې چين ته د جلغوزيو صادرات د کابل او بېجينګ ترمنځ د نژدې تماسونو او بحثونو پايله ده. د اټکل له مخې به په راتلونکو څو ورځو کې د دوه اړخيزه سوداګرۍ په نورو برخو کې هم ښه پرمختګ وشي او د جلغوزيو له صادراتو څخه د دواړو هېوادونو د اړيکو نوی پيل ښکاري.

د بريټانيا ټايمز ورځپاڼې ويلي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د چين لومړی مرستندويه ګام له جلغوزيو پيل شو.

جلغوزي د افغانستان عمده اقتصادي او زراعتي توکي ګڼل کيږي، چې د توليد کلنۍ اندازه يې شاوخوا ۲۳ زره ټنو ته رسيږي، خو روان کال په افغانستان کې د پيچلي وضعيت له امله د دغه هېواد د جلغوزيو پر صادراتو هم بد سيوری غوړولی دی. افغان خبري رسنيو ويلي، چې په افغانستان کې د جلغوزيو سږنۍ تولیدي اندازه د پخوا په پرتله ډېره لوړه ده او عمومي اندازه يې کابو ۱۷ زرو ټنو ته رسييږي. خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، د دې هيواد د پيچلي امنيتي وضعيت له کبله د مالونو ليږد راليږد ستونزمن شوی او صادرات او واردات يې له خنډونو سره مخ شوي دي. د دغه پيچلي وضعیت له امله د دې هيواد جلغوزي هم نړيوال بازار ته نه شی داخلیدای او کاروبار يې له ډېرو ستونزو سره هم مخ شوی دی.

چين د افغانستان ښه ګاونډي دی او تل يې د ستونزو د لېرې کولو لپاره له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره مرسته کړې او کوي يې. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د اکتوبر په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره وکتل، او د دې کتنې په ترڅ کې امير خان متقي يوه بسته جلغوزي وانګ يي ته ډالۍ کړل.

تر يادې کتنې وروسته  چين له دغه هېواد څخه د جلغوزيو د واردولو لپاره هڅې وکړې چې په پايله کې يې جلغوزي وړونکې الوتکه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له کابل څخه شانګهای ته وخوځېده.

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يوو د جلغوزيو تر ليږدولو وروسته، پر خپلې ټويټرپاڼې وليکل، که څه هم په افغانستان کې د مالونو نړيوال ليږد راليږد لاهم محدود دی، خو چين او افغانستان ډېرې ستونزې لېرې کړي او د جلغوزيو د ليږدولو بهیر يې پيل کړ. افغان بزګران چين ته جلغوزي ليږدوي او له ګټو يې برخمن دي.کوچني جلغوزي نه يوازې افغانانو ته نيکمرغه ژوند وربښي، بلکې چينايان هم ددغې خوندورې میوې مزه څکي. د افغانستان او چين ترمنځ د جلغوزيو هوايی دهليز د دواړو هېوادونو د دوستۍ مهم پل بلل کیږي.

جلغوزي د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ سمبول او د افغانستان د بيا رغونې لپاره له دې هېواد سره د چين لومړی مرستندويه اقدام ګڼل کيږي. مخکې د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي وويل، چې چين د افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی او د دواړو هېوادونو خلک عنعنوي دوستي لري. چين د افغانستان په کورنيو چارو کې هيڅ لاسوهنه نه کوي او په دې هېواد کې ځاني ګټې نه لټوي. چين به د افغان ملت اواز واوري او تر خپلې وسې پورې به د افغانستان د ثبات، بيارغونې او پرمختګ په برخو کې  رغنده رول ولوبوي.  په چين کې د توليداتو د صادراتو د نړيوال نندارتون په جوړېدو سره چين له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو ترڅنګ هيله لري، چې په لازياتو لارو چارو د اقتصادي بحران د لېرې کولو لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي او له افغانستان سره اړيکې لاټینګې کړي.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In