په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د سپتمبر په ۲۸مه نېټه ((د دوربان د اعلاميې او د عمل مرامنامې )) د تصويبېدو د ۲۵مې کاليزې د یادونې په پار د ملګرو ملتونو په لوړ پوړې غونډې کې د نژادي تبعيض په وړاندې مبارزه کې د سولې او پرمختګ پر اهميت ټینګار کړی دی.
هغه ویلي چې ۲۵کاله د مخه ((د دوربان د اعلاميې او د عمل مرامنامه )) کې هغه موخه ټاکل شوې چې هر ډول نژادي تبعيض دې لرې شي.
نوموړي په اشارې ويلي چې د خلکو ژوند او د دوی د موجوديت امنيت د هر ډول بشري حقونو د شريکولو بنسټ دی. مونږ دې د ملګرو ملتونو د منشور د موخې او اصولو مراعات وکړو، په سوله يیزو لارو چارو د نړيوالو شخړو او تودو مسئلو پر حل وفصل ټينګار وکړو او د نژادي تبعيض او يا مذهبي اختلافونو پر بنسټ د زورزیاتي او دښمنانه کړنو مخه ونيسو او ور سره دې مبارزه وکړو. ملګري ملتونه دې د ۲۰۳۰م کال اجنډا د پلې کولو، د هېواد په دننه کې او يا د هېوادونو ترمنځ د پرمختګ نابرابري کمه کړي، د لږکيو هغه حق دې تضمين کړي چې په عادلانه توګه له پرمختيايي فرصتونو او لاسته راوړنو څخه برخمن شي، او د ټولنيز عدالت او د ټولشموله پرمختګ د موندلو لپاره دې هڅې وکړي.































