د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کاناډا په رسمي ډول د بریتانیا په مشرۍ د «ګډو عملیاتو ځواک» پوځي ائتلاف کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده. د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني دفتر ویلي، بریتانیا د کاناډا د ګډون ملاتړ کوي. دغه پوځي ائتلاف د ناټو د ۱۰ غړو هېوادونو له خوا جوړ شوی او د چټک غبرګون پوځي مشارکت په توګه فعالیت کوي. په دې ائتلاف کې بریتانیا، ډنمارک، استونیا، فنلنډ، ایسلنډ، لاتویا، لیتوانیا، هالنډ، ناروې او سویډن شامل دي. کاناډا، چې د ناټو غړی هم دی، هڅه کوي له اروپايي هېوادونو سره خپلې پوځي اړیکې پراخې کړي او پر امریکا خپله دفاعي اتکا راکمه کړي. کارني له دې مخکې په شمالي انګلستان کې له خپل بریتانوي سیال انډي برنهام سره هم لیدلي وو.































