چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

کندوز؛ د حکومت د ماتو شوو ژمنو تصویر

سپتمبر 1, 2019
in دریځ
0 0

وړمه شپه طالبانو یو ځل بیا د کندوز ښار د نیولو هڅه وکړه. طالبانو د ښار څنډې ونیولې، خو ټول ښار یې لاندې نه شو کړلی. پرون ټوله ورځ جګړه وه او وېره ده چې دا جګړ به دوام وکړي. په دغه جګړه کې د دواړو اړخونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې معلومه نه ده. تر دې وړاندې هم طالبانو څو ځله کندوز ښار ګواښلی و او دوه ځله توانېدلي وو چې ټول ښار ونیسي. د ۲۰۱۵ ز کال په اکټوبر کې طالبان وتوانېدل چې دا ښار ونیسي. دا د طالبانو په ۱۴ کلنه جګړه کې لومړی ځل و چې دوی د یوه ولایت مرکز نیسي. که څه هم طالبانو ښار ونه شو ساتلی، خو څو ورځې یې په کنټرول کې و او داسې ښودل کېدله چې دا د طالبانو ستره بریا ده. له دې پېښې وروسته یو ځل بیا طالبانو د ۲۰۱۶ ز کال په اکټوبر کې پر کندوز ښار برید وکړ او لویه برخه یې ونیوله.

حکومت له دغو دواړو پېښو وروسته د عامه ذهنیت تر فشار لاندې و. حکومتي مشرانو او ویندویانو بیا بیا په کندوز کې د بدلونونو، اصلاحاتو او پرمختګونو خبره وکړه، خو دا دی کندوز لا هم له ګواښ سره مخ دی. ولسمشر غني کندوز ته ولاړ او هلته یې نه یوازې په امنیتي سکټور کې د پراخو اصلاحاتو ژمنې وکړې، بلکې ویې ویل چې ملکي حکومت ته به هم پام کوي، نوي اداري جوړښتونه به رامنځ ته کوي، د بیا رغونې پروژې به عملي کوي او کندوز به د منځنۍ اسیا پر څلور لارې بدلوي.

دا دی نه یوازې په کندوز کې د پام وړ کار ونه شو او هغه ژمنې عملي نه شوې، بلکې کندوز لا هم له ګواښ سره مخ دی. اوس که چارواکي وايي چې طالبان یې په شا تمبولي او وژلې یې دي، دا د کندوزیانو ستونزه نه شي حل کولی. کله چې طالبان پر ښار برید وکړي، د ښار یوه برخه ونیسي، آن مرکزي روغتون ته را ورسیږي، د پولیسو او اردو د تسلیمۍ ویډیوګانې خپرې کړي، په ښار کې وېره خپره کړي، خلک له ښاره په تښته شي، ښار بند شي، لویې لارې وتړل شي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوړي، نو بیا د طالبانو ماتول، په شا تمبول او نورې لویې خبرې هېڅ مانا نه لري. له بده مرغه چې حکومت لا هم د کمزوري مدیریت او د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د ستونزو له امله کندوز له ستونزو سره مخ کړی او نه دي توانیدلي چې دا ښار خوندي کړي.

له بله اړخه طالبان هم باید پوه شي چې د سولې د خبرو په منځ کې پر ښارونو برید، د خلکو وېرول، وژل، ټپي کول، ځورول، مالي او ځاني زیان ور اړول، نه د سولې په ګټه دي او نه هم خپله د طالبانو په ګټه دي. پر ښارونو برید او په کوڅو او ښار کې جګړه کټ مټ هغسې ده، لکه ګډ ځواکونه چې د شپې پر کلیو ورکوزېږي، وحشت خپروي، خلک وژني او ورانی کوي. له همدې امله پکار ده چې په سوله کې د حسن نیت په پار له دغه ډول بریدونو څخه ډډه وشي.

Share24Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In