ماليې وزارت ویلي، چې یوازې د هغو ښځينه کارکوونکو معاشونه تر ۵ زره افغانیو راټیټ شوي چې، هره ورځ دندې ته نهحاضرېږي. د طلوع نیوز د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، هغه برحاله ښځينه کارکوونکي چې، په اړوندو ادارو کې د نارینهوو په څېر هره ورځ دندو ته حاضرېږي د هغوی معاشونه د هغوی د بست پر بنسټ د اجرا وړ دي. له دې مخکې د پوهنې سرپرست وزیر ویلي و چې، د ښوونکو معاشونه کافي نهدي او د ښوونکو د تنخواو د زیاتوالي لپاره یې د سرپرست حکومت مشرته وړاندیز کړی دی.