د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې د ۲.۶ سلنې ډېروالي خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کرنې اوبولګو او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو آمر انجنیر نصیرالدین بهیج وايي، سږ کال په دې ولایت کې پر ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي و، چې له امله یې ۶۸ زره ۴۲۵ ټنه حاصلات لاسته راغلي، چې د تېر کال په پرتله ۲.۶ سلنه ډېروالی ښيي. نوموړي د غنمو حاصلاتو د ډېروالي اساسي لاملونه د اصلاح شویو تخمونو او د کیمیاوي سرو د وېش، کروندګرو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی، د ورښتونو او اوبو د کچې لوړوالی، د کرنې معیاري او میکانیزه کېدل ښيي او وايي چې د کرنې په مکانیزه کولو او د بزګرانو پر ځان بسیاینې برخه کې به له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه ونه کړي.