د هوا له ګرمېدو سره کابل ښاریان د برېښنا له کموالي شکایت لري او وايي، چې باید په دې برخه کې د برېښنا شرکت پاملرنه وکړي. دوی د برېښنا شرکت له مسوولینو غواړي، چې د پلازمېنې اوسېدونکو ته دوامداره برېښنا برابره کړي. په ورته مهال د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې په هېواد په ځانګړې توګه د کابل صنعتي پارک کې ډېرې کارخونې هم د برېښنا له کمښت سره مخ شوي، چې دې چارې پر کورنیو تولیداتو منفي اغېز کړی دی. بل لور ته د برېښنا شرکت وايي، چې په وروستیو ورځو کې د برېښنا د لګښت د زیاتوالي له امله پرچاوي هم زیاته شوې او هڅه کېږي، چې دا ستونزه حل شي.