د کانونو او پترولیم وزارت نن د پنجشېر د زمردو دوه ورځنی نندارتون پرانیست. په دغه نندارتون کې زمرد، لاسي صنایع او یوشمېر نور توکي نندارې ته ایښودل شوي دي. د پنجشېر ولایت مقام له خوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین، ایران، ترکیې، متحده ایالتونو او فرانسې یوشمېر پانګهوال او شرکتونه پنجشېر کې دي او د اوسپنې په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا لري. د خبرپاڼې له مخې دا مهال په پنجشېر کې ۱۲ سوه کانونو ثبت شوي او د کیندنې لپاره یې نږدې شپږ سوه جوازونه ویشل شوي دي.